IQNA

یو انګریز څېړونکی وائي؛امریکا اوس د یوې لاندې درجې دیکتاتور تر پښو لاندې ده 

6:37 - January 07, 2026
د خبر لمبر: 3492276
ایکنا – یوه انګریزڅېړونکي د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یوې داسې دیکتاتور په توګه یاد کړی چې مغز ئې سم کار نه کوي او نړۍ یې ګډوډه کړې ده.

یکنانیوز د پارس  ټوډې  له قوله راپور راکړی،یو انګریز لیکوال او څېړونکی پروفسور هایم برشیټ، د سه شنبې په ورځ په  یولړ خبرو کې په و نزویلا د امریکا پر عملیاتو خپل نظر وړاندې کړ.

هغه وویل: «امریکا اوس یوې ورَستې امپراتورۍ ته ورته شوې، اقتصاد ئې له ستونزو ډک دی، جګړې ئې له کنټروله  وتلي، ګډوډي چې پخپله ئې رامنځته کړې، اوس بیرته پر ځان ئې راګرځېدلې، او ډالر  ئې سوکه سوکه  ارزښت له لاسه ورکوي.»

برشیټ څرګنده کړه: امریکا اوس د «ډونالد ټرمپ په نوم د یوې لاندې درجې  او ماشومانه خوي لرونکي  داسې دیکتاتور» په لاس  اداره کېږي، چې «مغز ئې سم کار نه کوي».

هغه وویل: امریکایان د یوه «بې‌رحمه نړیوال ځواک» له حالت څخه د «د زوال په حال کې په هېواد» بدل شوی، اوس د کارائیب سمندري غلو په څېر عمل کوي او د مدیترانې د نسل‌وژونکي غَل  (اسرائیلي رژیم) سره ګډې ډلې جوړوي، هره ورځ ګډوډي جوړوي او هر څوک چې وغواړي  چور تالان کوي ئې .

برشیت هیله څرګنده کړه چې د بریکس ډلې غړي هېوادونه په ښکاره او اصولي ډول د امریکا پر جنایتونو غبرګون وښئي او د ټرمپ په ادعائي سولې پلان کې چې غزه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته ورکوي، خنډ جوړ کړي.

هغه زیاته کړه: چین او روسیه باید له هماغه پیله د امریکا د اقداماتو مخه نیولې وای. په اوسني وضعیت کې، امریکا او اسرائیل به لا هم شاوخوا ګډوډي رامنځته کړي او د ایټمي جګړې خطره لا را نږدې کوي.

برشیت یادونه وکړه: اوس د ټولو نړیوالو ادارو بشپړ زیان لیدل کېږي، له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو همکارۍ ادارو نیولې، د نړیوالې حقوقي سیسټم او تجارتي اړیکو پورې، او تر ټولو مهمه د  آب و  هوا د بدلون پر وړاندې د امریکا اقدامات له مینځه تللي؛داسې چې حتی پرته له ایټمي جګړې هم ژوند په نړۍ کې ډير خطرناک کېږي

د څېړونکي په وینا، د امریکا اقدامات د ونزوېلا  لوټمار  او ویجاړول،د لیبیا، عراق، لبنان، یمن، فلسطین، سوریه، سودان او سومالي د ویجاړیو دوام دی.

برشیت رژیم صهیونيستي «د لویدیځ د ګډوډۍ  انجن  وباله او وې ویل چې دا رژیم د امریکا له  جنایتونو سره سم هڅه کوي چې په  اسلامي نړۍ کې  ګډوډي رامنځته کړي.

هغه ټینګار وکړ چې نړیواله سوله او ثبات به د اسرائیلي رژیم د لویدیځې اسیا له سیمې ایستلو، د امریکا او اروپایي اتحادئې د ځواک  له پيزوانی کولو   او د ویجاړونکو جګړو له  ودریدو پرته ترلاسه نشي.

https://parstoday.ir/fa/world-i33458

captcha